
ایکنانیوز راپور راکړ، د جامعةالمصطفی العالمیه دمشر آیت الله علی عباسي د پیغام متن چې د الازهر پوهنتون د فتوا د شورا د وروستۍ اعلامیې په ځواب کې ئې شیخ الازهر احمد الطیب ته لیږلی ستاسو په خدمت کې هم وړاندې کیږي.
بسم الله الرحمن الرحیم
جناب آقای دکتر احمد محمد احمد الطیب
د جامعة الازهر مشر او شیخ
سلام علیکم ورحمةالله وبرکاته
غواړم د الازهر د فتوا شورا په هغې بیانیې چې په همداوروستیو ورځو کې او د صهیونیسټي نیواکګر او جنایتکار رژيم او د سیمه ایز پلید شریک امریکا دتیریو په اوج کې صادره شوې ده، خپل افسوس او حیرانتیا ستاسو خدمت ته وړاندې کړم.
په دې باب څو ټکو ته ستاسو پام راغواړم!
1 تاسو خبریاست چې امریکا او اسرائيل د خبرواترو په مینځ کې د ایران د اسلامی جمهوریت د دړې وړې کیدا او ویشل کیدا په نیّت د روژې په مبارکې میاشتې کې د اسلامی ایران پر حریم حمله وکړه او د اسلامی اقنلاب متفکر او لوي رهبر او امام ئې سره د کورنیو دځينو غړو ، د یوشمیر قوماندانانو او د اسلامی ایران د یوشمیر مظلومو کسانو سره یو ځاي شهید کړ.
آيا د تاسو په نظر او د الازهر د فتوا شورا په خیال سره ،د ایران ملت او پوځي قواوې په دغه شان وضعیّت کې له مقاومت پرته بله چاره لري.؟ولې جنابعالی او هغې شورا صلاح ونه بلله چې د صهیونیسټي یهودیانو له خوا د یوه اسلامی هیواد پهحریم باندې دغه ښکاريتیري محکوم کړئ.؟ مګر دا د پیغمبر اکرم (ـص) قول نه دی چې ؛ من سمع مسلماً ینادی یاللمسلمین فلم یجبه فلیس بمسلم». د ایران د مسلمان ولس په بیړنیو شرائطو کې دغه چُپتیا څه توجیهه لري؟
2 د الازهر دفتوا د شورا په اعلامیې کې د سیمې په هیوادونو کې د امریکا په پوځي مرکزونو او اډو باندې د ایران حمله محکومه شوې ده.
عجیبه خبره ده! امریکا دسیمې په هیوادونو کې له دیره امکاناتوڅځه په استفادې سره په یوه اسلامی هیواد حمله کړې او د مونږ پوځي قواؤ په ځواب کې ، دهغوي په اډو اومرکزونو باندې چې امریکائي جنګي الوتکو الوتونه دقیقا له همدغومرکزونو شويدي،متقابلاه حمله کړې ده.
د حیرانتیا په اوج کې دالازهر فتوا شورا د تیریګرو په حملې اعتنا نه ده کړې او له ځانه په روا دفاع کې او د تیریګرو په رټلو کې د مونږ قانوني او نړیوالحق ئې محکوم کړی دی! مګر خداوندمتعال په قرآن کریم کې نه دي فرمائيلي؛ فَمَن اعتَدٰی عَلیکُم فاعتَدوا عَلیه بِمِثلِ مااعتَدٰی عَلیکُم» بقره/۱۹۴.
آیا فکر نه کوئ چې د تاسو مخاطبان به د قرآنی دستور په وړاندې په دغه دوه ګوڼي کړچار سره او بې تمکینه ، له مشکل سره مخامخ نشي.؟
3 وئيل شوي دي چې په دغې اعلامیې کې د سیمې په هیوادونو کې د امریکا په پوځي اډو د ایران حمله محکومه شوې ده.
ښاغلیه ډاکټر الطیب ! د تاسو د پوهنتون دفتوا شورا ولې دغو ګاونډیو هیوادونو ته هیڅ تذکر نه ورکوی چې باید د یوه اسلامی هیواد حریم د امریکائي یرغلګرو کافرو په اختیار کې ورنکړي؟ مګر خداي تعالی په قرآن کریم کې نه دي فرمائيلي، چې؛ یاایها الذین آمنوا لا تتخذوا الیهود و النصاری أولیاء بعضهم أولیاء بعض و من یتولهم منکم فانه منهم» مائده/۵۱ او دغه راز په یوه آیت شریف کې کې هم فرمائي ؛ لا یتخذ المومنون الکافرین أولیاء من دون المؤمنین و من یفعل ذلک فلیس من الله فی شئ» آل عمران/۵۱ . آیا د یرغلګر کافر په اختیار کې د اسلامی هیواد مځکه اوفضا ،ددغو الهي او قرآنی فرمانونو څخه سرغړونده نه ده؟
4 د الازهر محترم مشره ! راځه لږ څه د اسلامی نړئ اومسلمان ملت راتلونکي ته فکر وکړو! آیا اسرائيل اوامریکا یوازې د ایراندښمنان دي؟ آیا داسې نه ده چې د ایران د اسلامی جمهوریت جرم د غزې شریفې د مظلوموخلکو څخه عملی دفاع ده؟
زما له خوا د ورورولۍ خبرداری جدي وګڼئ، راځئ لاس په لاس کې سره ورکړو او د قرآن دخیمې لاندې سره غونډ شوو او د قرآني عدالت پهاساس ، د خبیث صهیونزم په ضد خبرېوکړو او عملی ګام پورته کړو. د مونږ د اوسمهال د دریخ ، خبرو او چُپتیا په باب د قیامت په ورځ د ځواب پر ضرورت سربیره، راتلونکی خلک به د مونږ د اوسنیو څرګندونو او دریځونو او اقداماتو په باب قضاؤت وکړي.
جناب ډاکټر الطیب صیب! راځئ لاس په لاس کېورکړو او د قرآن کریم د خیمې لاندې سره جمع شو او د قرآني عدالت او خپل اسلامی مسئولیّت او د مظلوم د چغو د آوریدو په اساس د وحشي او خبیث صهیونزم په ضد دریځ او اقدامات غورهکړو، د قیامت دورځې دځواب په ضرورت سربیره ، د مونږ د اوس مهال دچُپتیا او دوه ګوڼي دریځ په باب به راتلونکي خلک د مونږ د اوسنیو اقداماتو او دریځونو په باب قضاؤت وکړي. .
والسلام علی من اتّبع الهدی
علی عباسی
د المصطفی(ص) نړیوال پوهنتون مشر
https://iqna.ir/fa/news/4342182